IQNA

  جاپان د قرآن د کلنئ سیالیو د شپږویشتم پړاؤ د ترسره کولو لپاره چمتووالی ښودلی

11:13 - November 22, 2025
د خبر لمبر: 3492046
ایکنا - د جاپان اسلامي مرکز د ۲۰۲۵ کال د د قرآنی سیالیو د  شپږویشتم پړاؤ  ترسره  کولو  په دستورو کې د ګډون او مقدماتي او نهایي پړاوونو جزییات اعلان کړل.

 ایکنا نیوز د جاپان د اسلامي تبلیغاتو ټولنې  له قوله راپور  راکړی،  د دغو سیالیو هدف دا دی چې له قرآن سره اړیکې پیاوړي  کړي او د مسلمانانو په مینځ کې  حفظ او تلاوت ته وګړي وهڅوي.

ټاکل شوې ده  دغو سیالیو مقدماتي پړاو: د د دسمبر  ۱۴  په ورځ   د آنلاین زوم پلیټ فارم له لارې ترسره شي.

نهایي پړاو به هم  د ټوکیو په جومات او د ترکیې په کلتوري مرکز کې په شیبویا  سیمې کې د ۳۰ او ۳۱ دسمبر په شپو ورځو کې به حضوري بڼه ترسره شي.

د ګډون شرایط

 په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره  به  نوم لیکنه لیندئ یا قوس د میاشتې تر  ۱۷  پورې آنلاین دوام لري.

ګډون د جاپان په کچه د ټولو مسلمانانو لپاره د ملیت په پام کې  له نیولو پرته، وړیا دی.سیالۍ د مختلفو کچو لپاره دي: د ماشومانو لپاره تر ۱۵ کلونو پورې، له هغو کسانو چې لږترلږه یوه سوره  ئې حفظ کړې وي، د غیر سیالي تلاوت کچه او د قرآن بشپړ حفظ کچه شامله ده. د ۱۶ کلونو څخه پورته لويو لپاره، د قرآن بشپړ حفظ شرط دی.

د جاپان د اسلامي تبلیغاتو ټولنه وايي چې د دغو  سیالیو موخه  له قرآن کریم سره د ګډونوالو  د  مینې پیاوړې کول او د تلاوت او حفظ د مهارتونو ښه کول دي.

آمادگی ژاپن برای برگزاری بیست و ششمین دوره مسابقات سالانه قرآن

 https://iqna.ir/fa/news/4318276

captcha